ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان تحریک انصاف ګوند په داسې حال کې ددغه هیواد اسټبلیشمنټ په نورو اورګانونو کې په ګوت وهنو تورنوي چې ددغه ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان له یوې مودې راهسې په مختلفو تورونو په زندان کې شپې سبا کوي او د دوي په وینا ئې په وروستیو پارلیماني انتخاباتو کې ترټولو زیاتې څوکۍ ګټلي خو د دوي پر منډیټ ډاکه اچول شوې ده او بایللي کاندیدان ئې ګټونکي اعلان او پارلیمان ته رسول شوي دي چې دا د پاکستان داساسی قانون یوه اوڅاره ښکاره خلاف ورزي او پر ولس یو بل ظلم دی.
تهران پښتو ریډیو په دې اړه دپاکستان له یوه مشهور خبریال اوشناندي طاهر خان او د تکړه دینی اوسیاسی چارو له کارپوه ماسټر نبی حسین الحسیني سره په هینداره پروګرام کې یو ګردئ میز جوړ کړی چې ددغې خپرونې په منننې سره ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.